ګاونډی  Neighbor

ګاونډی هغه څوک دی، چې تاسو ته نږدې هستوګنه لري.
ګاونډي ته په افغانستان کې همسایه هم ویل کېږي.
یو ګاونډی پر بل ګاونډي ډېر حقونه لري.
کله چې ګاونډی مرستې ته اړتیا ولري، باید ورسره مرسته وشي.


هغه هېوادونه چې مشترک سرحد ولري، ګاونډي هېوادونه بلل کېږي.
ګاونډي هېوادونه د دوستانو په څېر له یو بل سره ژوند کوي.
ښه ګاونډیتوب په سیمه کې د سولې او پرمختګ سبب کېږي.
پرمختللي هېوادونه تر خپل منځ ښه ګاونډیتوب ساتي.
موږ باید د خپل ګاونډي احترام وکړو.
د خپل ګاونډي سره مرسته کول د ښو خلکو کار دی.

Nach oben scrollen