دوهمه مکالمه Second conversation

اتل: سهار پخیر سلګۍ!
سلګۍ: سهار په خیر اتله! آیا ته چېرته روان یې؟
اتل: هو، زه او هوسۍ ښار ته ځو، چې ځینې شیان واخلو او غرمه یو ځای ولرو.
سلګۍ: دا خو ډېره ښه خبره ده، خو هلته څنګه ځې؟
هوسۍ: زه غواړم چې په اورګاډي کې لاړه شم، خو اتل ښه ګڼي چې په بایسکل لاړ شي.
سلګۍ: ښاغلی اتله! ته ولې په اورګاډي کې نه ځې؟
اتل: د اورګاډي هډه لرې ده، بل دا چې بایسکل چلول زما لپاره وړیا تمامېږي.
سلګۍ: سمه ده اتله! بیا ولې په بس کې نه ځې، د بس تمځی نږدې او د پوهنتون تر شا دی.
اتل: په بس کې ښایي زیات وخت ولګېږي، ځکه موږ به اړ یو، چې په دوو بسونو کې لاړ شو څو د ښار مرکزي برخې ته ورسېږو.
سلګۍ: اتل رښتیا وايي، موږ د ښار منځ ته مستقیم بس نه لرو، نو ولې موږ له ټکسي څخه کار وانخلو؟
هوسۍ: هو ټکسي موږ په ګړندي توګه رسولی شي، خو د دې لګښت به ډېر وي، ولې موږ اورګاډی و نه کاروو؟
اتل: زه باید د اورګاډي هډې ته ولاړ شم، چې ټکټونه واخلم او زه کولای شم چې تاسو دواړه پخپل موټر کې را سره بوځم.
سلګۍ: اتله! دا به ډېر عالي وي، ډېره زیاته مننه.
اتل: هیله کوم سلګۍ، راځئ چې د ښار مرکز ته لاړ شو.

Nach oben scrollen