د پېرلو اړوندې خبرې Talking About Purchasing

لومړۍ مکالمه First Conversation
غاټول: سهار په خیر ګلابه!
ګلاب: سلام غاټول!
غاټول: په لیدو مو خوشحاله شوم، څنګه یې؟
ګلاب: زه هم ستاسو په لیدو خوشحاله شوم، مننه زه ښه یم.
ګلاب: لکه چې سودا کوې؟ څه شی اخلې؟
غاټول: زه دلته له ښاغلي سمندر سره راغلې یم، هغه غواړي چې د نوي سمستر لپاره یو څه توکي واخلي.
ګلاب: ښاغلی سمندر! څه شی اخلئ ؟
سمندر: زه غواړم یو ژمنی جمپر واخلم، خو دا ټول خورا لوی او ګران بیه دي.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
په دوکان کې؛
سمندر: آیا تاسې داسې کوچني جمپرونه لرئ، چې ډېر ګران نه وي؟
هټۍ وال: هو! تاسې مهرباني وکړئ، د دوکان په هغو لاره لاړ شئ، هلته ستاسو په ځان جوړ او آرزان بیه جمپرونه شته دي.
سمندر: سمه ده، مننه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د دوکان بلې خواته؛
سمندر: واه واه دا وګوره! څومره ښکلی دی، دا زما خوښ دی او آرزانه هم دی.
غاټول: هو دا ستا پر ځان جوړ دی او ډېر ښه هم درباندې ښکاري.

Nach oben scrollen