مرادخاني په کابل کې د افغانستان ارګ ماڼۍ ته څېرمه د یوې سیمې نوم دی.
د کابل سیند خواته یوه سیمه ده، چې د تیمورشاه دراني د واکمنۍ پر مهال د مراد خان په نوم د قزلباش قبیلې یو قوماندان او مشر ته د ډالۍ په توګه ورکړل شوې وه.
په دې سیمه کې ډېری کورونه له خټو جوړ شوي او په هغه کې کارول شوي معمارۍ کلاسیک سبک او د اسلامي معمارۍ هنر لري.
د دې کورونو د خټو جوړ شوي دېوالونه او همدارنګه د لرګیو دروازې او کړکۍ د دې سیمې تاریخ څرګندوي.
د کابل د مرادخاني د لرغونو ودانیو بنسټ په ډبرو، خامو خښتو او لرګیو اېښودل شوی دی.
د څېړنو له مخې د مرادخاني معمارۍ د اسلامي ښارونو له جوړښت سره ریښې لري، چې له هسپانیا څخه تر هند پورې لیدل کېږي.
د دې سیمې کوڅې او لارې، کلکې دروازې لري، چې د طاقونو او برجونو لاندې دي.
هغه څه چې د کابل په مرادخاني کې د خلکو پام ځانته اړوي؛ هغه وړې دروازې او سر پټې کوڅې دي، چې د دې سیمې بې ساري دفاعي سیستم څرګندوي.
د مرادخاني د لرغونو ودانیو لویې کړکۍ د سرای خواته خلاصېږي او ډېرې وړې کړکۍ بهر ته خلاصېږي.