وډا او د هغه زامن Old Man And His Sons

و نه و، یو بوډا بزګر و. څو زامن یې در لودل، چې ټول ځوانان وو.
بوډا خپل زامن را وغوښتل. یو زوی یې ته وویل چې یوه ګېډۍ لښتې راوړي. زوی یې ولاړ، لښتې یې راوړې.
بزګر لښتې کلکې وتړلې، هر یو زوی ته یې ورکړې او ورته یې وویل چې دا ګېډۍ ماته کړه.
د بوډا له زامنو څخه یو هم د لښتو ګېډۍ ماته نه شوی کړی.


له هغه وروسته بزګر د لښتو ګېډۍ خلاصه کړه، هر یو زوی ته یې یوه یوه لښته ورکړه او بیا یې ور ته وویل چې اوس دا ماتې کړئ.
هر یو ځوان دا ځل وکولای شول چې یوه یوه لښته ماته کړي.
بوډا بزګر خپلو زامنو ته وویل:
ای زامنو!
لکه څنګه چې تاسو ټولو یو ځای وکولای شول د دې ګېډۍ لښتې ماتې کړئ.
همداسې که یووالی ولرئ…
هیڅ یو غښتلی لاس به پر تاسو بری و نه مومي.
او که مو یووالی نه درلود…
زما په څېر کمزوری به هم پر تاسې بریالی اوسي.

Nach oben scrollen