زوی: سلام پلار جانه!
پلار: علیکم سلام زویه! له ښوونځي څخه راغلې؟
زوی: نه پلار جانه! ما له ملګرو سره فوتبال کوو، له بهر راغلم.
پلار: زویه!
داسې ښکاري، چې په ټولګي کې لیک لوست ته سمه پاملرنه نه کوې.
ما ته ستا د نمرو په پاڼه کې څرګنده شوه.
همدارنګه ته په کور کې هم درس نه وایې، مطالعه نه کوې او له لیک لوست څخه لرې شوی یې.
زوی: پلار جانه!
زه په داسې ښوونځي کې یم، چې ډېره ستړې بڼه لري.
زه غواړم ښوونځی پرېږدم او نړۍ ته سفر وکړم.
پلار: زویه! د ټکټونو پیسې به له کومه کوې؟
خواړه او نور لګښتونه به بیا څنګه کوې؟
زوی: زه به یو څه پیدا کړم.
پلار: زوی جانه!
ته باید له هر څه لومړی زدهکړې وکړې، په یو څه پوه شې.
زدهکړه د انسان د ژوند ډېره مهمه برخه ده.
تر هر څه مخکې ته باید زدهکړې وکړې او د خپل ښوونځي لیک لوست په جدي توګه تعقیب کړې.
زوی: خو پلاره جانه! زه نه غواړم چې زدهکړې وکړم.
پلار: زویه! په خپل ځان پانګونه تر ټولو لوی کار دی.
تعلیم د همدې پانګونې بنسټ دی.
زوی: واه پلاره جانه! مننه، تاسو ماته څومره ښې خبرې وکړې.
زه باید خپلې زدهکړې په جدي توګه پيل کړم.
زوی: له نن څخه به په ټولګي کې لیک لوست ته ډېر پام کوم .
زه ډېر خوښ یم چې له تاسو سره مې په دې اړه خبرې وکړې.
پلار: زویه! که ته زموږ مرستې ته اړتیا لرې. زه او ستا مور تل ستا سره یو.
زوی: مننه پلاره، زه له تا سره مینه لرم او پر تا ویاړم.
پلار: زویه! زه هم له تا سره مینه لرم.