دپښتو ژبې درسي کتابونه

دغه درسي کتابونه چې همدا اوس ستاسو په لاس کې دی، د پښتو ژبې د زده‌کړې په داسې نویو او مؤثرو مېتودونو ترتیب شوی دی، چې د همدې ژبې د زده‌کړې له پخوانیو مېتودونو سره په ټولیزه توګه توپیر لري.
د دې کتابونو د چمتو کولو د اړتیا په باب باید وویل شي، چې موږ د آلمان په بُن ښار کې د کلونو راهیسې د افغان ماشومانو او علاقمندو آلمانانو لپاره یو کورس درلود او د زده کوونکو لپاره مو وخت په وخت درسي مواد په خپله لیکل او هم مو د نورو کتابونو او انټرنېټ په مرسته ورته برابرول.
د وخت په تېرېدو سره له يوې خوا دا خورې ورې پاڼې ډېرې شوې، له بلې خوا زموږ د کورس ګډون والو ته هره ورځ د دې پاڼو فوتو کاپي کول ستونزمن شول.
همدارنګه موږ په دې وروستیو وختونو کې نه یوازې په جرمني بلکې په هالنډ، سویډن، ډنمارک، فرانسه او داسې نورو هېوادونو کې هم د پښتو ژبې د زده کړې د هڅو په لړ کې داسې بشپړ درسي مواد و نه موندل، چې د معاصرو اړتیاوو په اساس یې د همدې ژبې د زده کړې د مینه والو غوښتنې په پام کې نیولې وي. له همدې کبله موږ په دې فکر کې شوو چې دا خورې ورې پاڼې راټولې، منظمې او يو څه نورې برخې ور زیاتې کړو او بیا یې په څو برخو کې لکه:

۱-د لوست کتاب؛

۲- د تمرینونو کتاب؛

۳-د ګرامر کتاب؛

۴-د لغتونو کتاب؛

۵-او د ښوونکي  لارښود کتاب.

په بڼه ترتیب او چاپ کړو.
دغه کتابونه چې یو ګټور اساس ګڼل کېږي، نه یوازې زموږ په کورس کې په حضوري بڼه تدریس کېږي، بلکې د هغو کسانو لپار هم دی، چې غواړي په خپله پښتو ژبه زده کړي (Self-learning).
د دې خبرې یادونه اړینه ده، چې د دې سلسلې د تدریس مفاهیم (د ژبو د مأخذ لپاره د ګډ اروپایي چوکاټ) پر بنسټ برابر شوي او هڅه شوې ده، چې هغه شپږ سویې په نظر کې و نیول شي چې د A1, A2, B1, B2, C1, C2 په نومونو مشهورې دي، په نړیواله کچه د ژبو د زده‌کړې په برخه کې پېژندل شوې او د ژبو نړیوال کارپوهان یې په نظر کې نیسي.

    د لوست کتاب الف۱؛

    په دې کتاب کې د پښتو ژبې الفبې د زده‌کړې په شمول ټول لومړني اساسات راغلي او د پښتو ژبې هر توري ته ځانګړی درس په مؤثره توګه برابر شوی دی. په دې درسونو کې د پښتو ژبې د تورو هر یو استعمال ته ځانګړی رنګ ورکړل شوی او د هر درس په وروستۍ برخه کې پښتو لغتونه له انګلیسي ژباړې سره یو ځای جوړ او برابر شوي دي.

    د لوست کتاب الف۲؛

    په دې کتاب کې د پښتو ژبې د لوست ګڼ شمېر داسې اړین درسي مواد را غونډ شوي چې د دې ژبې د الف۲ سطحې د زده کوونکو لپاره په کار راځي، هڅه شوې ده، چې په دې اثر کې موجوده منځپانګه په ساده، آسانه او روانه ژبه د زده‌کوونکو او مینه والو لپاره وړاندې شي.

    د تمرینونو کتاب الف۱؛

    په دې کتاب کې د پښتو ژبې د لوست الف۱ او ګرامر الف۱ برخې کتابونو ګڼ شمېر تمرینونه د الف۱ سویې پر اساس چمتو شوي دي. دا تمرینونه به د ژبې د زده‌کونکو د زده‌کړې په بهیر کې به ډېر اغېزمن وي.

    د تمرینونو کتاب الف۲؛

    په دې کتاب کې د پښتو ژبې د لوست الف۲ او ګرامر الف۲ برخې کتابونو ګڼ شمېر تمرینونه د الف۲ سویې پر اساس چمتو شوي دي. دا تمرینونه به د ژبې د زده‌کونکو د زده‌کړې په بهیر کې به ډېر اغېزمن وي.

    د ګرامر کتاب الف۱، الف۲؛

    د همدې سلسلې په لړ کې دا د پښتو ژبې د ګرامر کتاب د الف۱ او الف۲ سویې لپاره له چمتوکېدو څخه وروسته چاپ او تاسو ته وړاندې کېږي. په دغه کتاب کې د پښتو ژبې ګرامر(الفبا، نوم، نومځري، ستاینوم، آدات، سربل او وستربل، فعل او مهالونه) پر برخو باندې بحث شوی دی.

    د لغتونو کتاب الف۱، الف۲؛

    په دې کتاب کې د لوست کتاب الف۱، لوست کتاب الف۲، ګرامر کتاب الف۱/ الف۲، د ښوونکي لارښود کتاب الف۱، الف۲، تمرین کتاب الف۱، تمرین کتاب الف۲ د ټولو ستونزمنو کلماتو انګلیسي ترجمه د الفبا تورو پر اساس ځای پر ځای شوي دي.

    د ښوونکي  لارښود کتاب الف۱، الف۲؛

    په دې کتاب کې د پښتو ژبې د تدریس د ابتدایې او منځنۍ دورې د درسونه داسې اړین مېتودونه او لارښودونه چمتو شوي دي، چې ښوونکي وکولای شي د دې لړۍ په کتابونو کې دا مهارتونه ترسره کړي، ترڅو یو ښه اوریدونکی، ویونکی، لوستونکی او لیکونکی وروزي.
    د ښوونکي د لارښود په کتاب کې د لوست کتاب الف۱، لوست کتاب الف۲ او ګرامر کتاب الف۱، الف۲ د تدریس مېتود په اړه لارښوونې شوي دي، همدارنګه د تمرین کتاب الف۱ او تمرین کتاب الف۲ د مهارتونو حل د هرې برخې د مېتود وروسته پکې ځای پر ځای شوي دي.

    د پښتوـ انګلیسي ژباړې کتاب الف۱؛

    په دې کتاب کې د لوست کتاب الف۱ ټول درسونه د ژباړې په موخه د زده‌کونکو لپاره چمتو شوي دي.

    د پښتو ـ انګلیسي ژباړې کتاب الف۲؛

    په دې کتاب کې د لوست کتاب الف۲ ټول درسونه د ژباړې په موخه د زده‌کونکو لپاره چمتو شوي دي.

      د انګلیسي ـ پښتو ژباړې کتاب الف۲؛

      په دې کتاب کې د لوست کتاب الف۱ ټول درسونه د ژباړې په موخه د زده‌کونکو لپاره چمتو شوي دي.

      د انګلیسي ـ پښتو ژباړې کتاب الف۲؛

      په دې کتاب کې د لوست کتاب الف۲ ټول درسونه د ژباړې په موخه د زده‌کونکو لپاره چمتو شوي دي.

      ب۱/ ب۲

      د لوست کتاب ب۱؛

      دا کتاب هم د همدې اړتیاوو او ارزښتونو له امله د منځنۍ سطحې د ژبو د مأخذ لپاره ګډ اروپایي چوکاټ پر اساس برابر د ژبې زده‌کوونکو ته لیکل شوی دی. په دې کتاب کې داسې مسایل لکه کار، ښوونځي، پوهنتون، تفریح، خبرې اترې او سفر چې زده کوونکي ورسره مخ کېږي راغلي دي. هڅه شوې ده، چې په دې اثر کې د ژبې د زده‌کوونکو لپاره داسې مسایل راوړل شي، چې هغوی وکولای شي خپل تجربې، پیښې، خوبونه، هیلې بیان کړي.

      د تمرینونو کتاب ب۱؛

      په دې کتاب کې د پښتو ژبې د لوست ب۱ او ګرامر ب۱ برخې کتابونو ګڼ شمېر تمرینونه د ب۱ سویې پر اساس چمتو شوي دي. دا تمرینونه به د ژبې د زده‌کونکو د زده‌کړې په بهیر کې به ډېر اغېزمن وي.

      د تمرینونو کتاب ب۲؛

      په دې کتاب کې د پښتو ژبې د لوست ب۲ او ګرامر ب۲ برخې کتابونو ګڼ شمېر تمرینونه د ب۲ سویې پر اساس چمتو شوي دي. دا تمرینونه به د ژبې د زده‌کونکو د زده‌کړې په بهیر کې به ډېر اغېزمن وي.

      د ګرامر کتاب ب۱، ب۲؛

      په دې ګرامر کتاب کې د پښتو ژبې آوازونو په اړه ( زنځیري او نازنځیري)، د پښتو ژبې د کلمو د جوړښت په اړه، د الف سطحې په دوام د ضمیرونو، فعلونو، ستاینومونو، اداتو او قیدونو په اړه په مفصله توګه بحث او څېرنې شوي. د دې په اضافه لکه څنګه چې د الف سطحې په ګرامر کتاب کې د سربلونو او وستربلونه په اړه بحث شوی، په دې ګرامر کتاب کې یوه نوې موضوع چې په مفصله توګه پرې بحث کېږي د پښتو ژبې تاړي دي.
      په دې اثر کې هم هڅه شوې، چې د ژبې زده‌کونکي وکولای شي خپل تجربې، پیښې، خوبونه، هیلې د ګرامر د اصولو پر اساس بیان کړي.

      د لغتونو کتاب ب۱، ب۲؛

      په دې کتاب کې د لوست کتاب ب۱، لوست کتاب ب۲، ګرامر کتاب ب۱/ ب۲، د ښوونکي لارښود کتاب ب۱، ب۲، تمرین کتاب ب۱، تمرین کتاب ب۲ د ټولو ستونزمنو کلماتو انګلیسي ترجمه د الفبا تورو پر اساس ځای پر ځای شوي دي.

      د ښوونکي  لارښود کتاب ب۱، ب۲.

      په دې کتاب کې د پښتو ژبې د تدریس د منځنۍ دورې د درسونه داسې اړین مېتودونه او لارښودونه چمتو شوي دي، چې ښوونکي وکولای شي د دې لړۍ په کتابونو کې دا مهارتونه ترسره کړي، ترڅو یو ښه اوریدونکی، ویونکی، لوستونکی او لیکونکی وروزي.
      د ښوونکي د لارښود په کتاب کې د لوست کتاب ب۱، لوست کتاب ب۲ او ګرامر کتاب ب۱، ب۲ د تدریس مېتود په اړه لارښوونې شوي دي، همدارنګه د تمرین کتاب ب۱ او تمرین کتاب ب۲ د مهارتونو حل د هرې برخې د مېتود وروسته پکې ځای پر ځای شوي دي.

      د پښتوـ انګلیسي ژباړې کتاب ب۱؛

      په دې کتاب کې د لوست کتاب ب۱ ټول درسونه د ژباړې په موخه د زده‌کونکو لپاره چمتو شوي دي.

      د پښتو ـ انګلیسي ژباړې کتاب ب۲؛

      په دې کتاب کې د لوست کتاب ب۲ ټول درسونه د ژباړې په موخه د زده‌کونکو لپاره چمتو شوي دي.

      د انګلیسي ـ پښتو ژباړې کتاب ب۱؛

      په دې کتاب کې د لوست کتاب ب۱ ټول درسونه د ژباړې په موخه د زده‌کونکو لپاره چمتو شوي دي.

      د انګلیسي ـ پښتو ژباړې کتاب ب۲؛

      په دې کتاب کې د لوست کتاب ب۲ ټول درسونه د ژباړې په موخه د زده‌کونکو لپاره چمتو شوي دي.

      Nach oben scrollen