وزلوبه Play

وزلوبه زموږ په هېواد کې یوه په زړه پورې لوبه ده. زموږ د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې دا لوبه ډېره دود ده.
وزلوبه د افغانستان ملي لوبه ده، چې د افغانانو تر منځ ډېر مينه وال لري.
وزلوبه د پسرلی او مني په موسمونو کې ترسره کېږي.


د وزلوبې ډلې ځانګړې جامې لري. دوی لوبه په یوه ټاکلي ځای کې سرته رسوي، چې هغه ځای ته د وزلوبې میدان وایي.
د لوبې د میدان په مرکز کې لوبغاړي هڅه کوي، چې خوسکی د لوبې د میدان مرکزي دایرې ته ورسوي.
خو د مخالفې ډلې غړي یې مخه نیسي، خو لوبغاړي نوموړې دایرې ته د خوسکي په رسولو هر ځل نمره اخلي.

Nach oben scrollen