| شمېره | پښتو | پښتو جمله |
| ۱ | تخلص | زما تخلص صاپی دی. |
| ۲ | نوم | زما نوم احمد دی. |
| ۳ | آدرس | په دې کاغذ کې زما آدرس لیکلی دی. |
| ۴ | سړک | زموږ کور د قرغې سړک ته نږدې دی. |
| ۵ | پوستي کوډ | د کاغذ په څټ باندې پوستي کوډ ولیکئ. |
| ۶ | ښار | په کابل ښار کې شپږ میلیونه کسان اوسېږي. |
| ۷ | هېواد | زموږ هېواد افغانستان دی. |
| ۸ | ملیت | زما ملیت افغان دی. |
| ۹ | د زېږېدلو ځای | زما د زېږېدلو ځای وردګ دی. |
| ۱۰ | د زېږېدلو نېټه | زما د زېږېدو کال (۱۹۹۱ ز) د نومبر لومړۍ نېټه ده. |
| ۱۱ | مسلک | زما مسلک د کتابونو لیکل او ژباړل دي. |
| ۱۲ | مجرد | احمد مجرد دی. |
| ۱۳ | متاهل | زه متاهل یم او دوه بچیان لرم. |
| ۱۴ | طلاق شوی | فرزانې له خپل خاوند څخه طلاق واخیست. |
| ۱۵ | پاسپورت | زما پاسپورت باید تمدید شي. |
| ۱۶ | دپلار نوم | زما د پلار نوم احمد دی. |
| ۱۷ | عمر | زما عمر ۲۰ کلونو ته ورسېد. |
| ۱۸ | تحصیل | زه په پوهنتون کې تحصیل کوم. |
| ۱۹ | کاري تجربه | زه څلور کلنه کاري تجربه لرم. |
| ۲۰ | وطن | زما وطن افغانستان دی. |
| ۲۱ | فارغ | زه له پوهنتون څخه فارغ شوی یم. |
| ۲۲ | اصلي استوګنځی | زما اصلي استوګنځی کابل دی. |
| ۲۳ | دنیا | زه په دنیا کې ژوند کوم. |
| ۲۴ | ژبه | زما مورنۍ ژپه پښتو ده. |
| ۲۵ | قد | زما قد لوړ دی. |
| ۲۶ | دین | زما دین اسلام دی. |
| ۲۷ | اېمېل | لطفا خپل اېمېل آدرس دلته ولیکئ. |
| ۲۸ | کورنۍ | موږ په کورنۍ کې درې کسان یو. |
| ۲۹ | دنده | زه په کابل کې دنده لرم. |
| ۳۰ | موبایل شمېره | زما د موبایل شمېره درسره نوټ کړه. |