Lesen IV لوستل ځ د ډ ذ ۴

ځ

ځان

ځان مینځل ګټه لري.

زه هره ورځ ځان مینځم.

ښه شاګرد ځان او کالي پاک ساتي.

د

دوا

د داود غاښ درد کوي.

دادا داود ډاکتر ته بیایي.

داود دوا نه خوري.

ډ

ډوډۍ

زه ډوډۍ خورم.

ډوډۍ ډېر خوند لري.

زه له ډېرو خوړلو نه ډډه کوم.

ذ

ذاکر

ذاکر د ذکي ورور دی.

ذکي د ذاکر سره لوبې کوي.

نذیر د دوی ملګری دی.